10
دقیقه
په خلکو کې مشهوره شوه چې په غزني کې د غنمو يوه دانه پاو کم يو چارک شوې ده په دې باندې احمد هم خبر شو د دې معلوماتو کولو لپاره د کرديز څخه روان شو دغزني په لور چې ده خبره دروغ ده که رښتیا! احمد غزني ښارته ورسيده له دوکان دار څخه يې پوښتنه وکړه چې اوريدلي مې دي چې په غزني کې د غنمو يوه دانه پاو کم يو چارک شوې ده که معلومات راکړي هغه وويل چې ما هم اوريدلي مګر له دې خبرې زما يو ملګرى دى صابر يې نوم دى د ښار سره نيږدې کلي کې اوسيږي هغه ته ورشه کيداى شي هغه ته يې پوره معلومات وي، روان شوم په ډيرو پوښتنو مې د صابر کور پيدا کړ ماښام هم دى له دصابر يو پوخ عمره ځوان دى تکه توره ږيره له ده سره مې شپه شوه دَ ډوډۍ خوړلو وروسته يې ميرمنې ته غږ وکړ چې يو خواږه هندواڼه راوړه هغې راوړه صابر په کټافش سره وټکوله او ورته ويې ويل چې ده هندواڼه سمه نه ده خواږه ورشه بله راوړ هغې بله هندواڼه راوړه هغه يې هم همدا شان په نوک شره وټکوله بيايې ورته وویل چې دا هم خواږه نه ده بله هندواڼه راوړه هغې همداسې وکړل چې دريمه هندواڼه يې راوړه هغه يې وټکوله ورته ويې ويل چې بس همدا خواږه هندواڼه ده او په چاکو سره يې ټوټه ټوټه کړه او ماته يې وويل چې هندواڼه به هم خورو او ده راته وويه چې دَ کوم ځاى يې او څه لپاره راغلى يې ځان مې ور وپيژندل او دې لپاره راغلى يم چې خبر شوى يم چې په غزني کې د غنمو يوه دانه پاو کم يو چارک شوې ده معلوما وم چې ده خبره ريښتيا ده که دروغ هغه وويل چې ده خبره ماهم اوريدلې ده خو دې په اړه به زما ورو چې له ما کشر دى کيداى شي هغه ښه خبر وي ځکه چې هغوى کلي ته نيږدې د پـېښه شوې ده مکمله پته يې راکړه سبا په پښو (پياده) روان شوم چې اله بيله ماذيګر لمونځ مې دَ دوى کلي ته ورسوو پوښتنه مې وکړه او دهغه کور مې پيدا کړ ومې ليدو چې پوخ عمر واله سړى دې د ږيرې ویښتان يې نيم سپين او نيم تور دي هغه سره مې شپه شوه له ډوډۍ خوړلو وروسته يې ميرمنې ته وويل چې خيټاکى رواړه هغې خيټاکى رواوړ هغه هم په کټافش ورکړو ميرمنې ته يې وويل چې بل راوړه هغې بل راوړو هغه يې هم په کټافش سره ووهل ميرمنې ته يې وويل چې بل راوړه هغه سره وبزيده (له ځان سره يې څه وويل) زه پرې پوهه نشوم خو بل يې راوړ هغه يې ټوټه ټوټه کړ او سره ومو خوړ او له ما څخه يې پوښتنه وکړه چې څنګه راغلى يې ما هم ورته وويل چې خبر شوى يم چې په غزني کې د غنمو يوه دانه پاو کم يو چارک شوې ده د دې معلومولو لپاره راغلى يم هغه وویل چې ده خبر ريښتيا ده خو له دې مې زما کشر ورور ښه خبر دى ځکه چې د هغوى په کلي کې ده پېښه شوې ده سبا ته دهغه په لورې روان شوم له خواره مزل وروسته مې هغه کلى پيدا کړ او د ماسپښين لمانځه وروسته د هغوى جومات ته ورسيدم پوښتنه مې وکړه ده هغه کور رته دده کليوالووښوده کور ته ورغلم ګورم چې سپين ږيرى سړى دى زه يو څه حيران شوم چې دا څه کيسه ده چې د تورې ږيرې واله ځان مشر ګڼي خو خير ورسره شپه مې شوه له ډوډۍ خوړلو وروسته يې ميوه راوړه خو يو څه نه پاکه وه خاوند يې ورته وويل چې ده خو به دې منځلې وه هغې وویل چې خورى يې خاوند يې په خپله هغه ميوه پاکه کړه او له ما يې وپوښتل چې له کومه راغلى يې او ده څه لپاره ځان مې ور وپيژند او او ورته و مې ويل چې خبر شوى يم چې په غزني کې د غنمو يوه دانه پاو کم يو چارک شوې ده راغلم چې معلومه کړم چې ده خبره ريښتيا ده که دروغ، هغه وویل چې ده خبره ريښتيا د او زمونږ کور سره نيږدې دوه وروڼه اوسيږي هغوى سره بيل شول ټول لوښي يې سره ووېشل په دې وخت کې د غنم ريبل شوى وو مګر غنم په پټيو کې وو هغه ورڼو چې يو خروار غنم شوي وو هغه هم سره ويش کړل نو دواړه لګيه شول چې غنم يو سي کورته کله مشر ورور يې له ځان سره فکر وکړل چې زه خو به په چل ول روزي ځان ته پيدا کړم دَ کشر ورور به مې څه کوي ځکه چې هغه يوازې دهقاني کوي کوم بل کار هم نشي کولى راځه يو څه خپل غنم د هغه په غنمو ور واچوه همداسې يې وکړل کله چې کشر ورور راځي چې خپل غنم يوسي هغه سره هم دا فکر پيدا شو چې زه خو ښه يم دهقاني کولى شم خو مشر ورور مې دهقاني هم نشي کولى ده به څه کوي راځه يو څه خپل غنم دهغه په غنمو ور واچه وه همداسې کوي خو په دې باندې يو بل سره خبر نه دي چې هره پيره کې په يو بل غنمو خپل غنم اچوي له سهاره تر ماښامه د غنمو په وړلو لګيه دي مګر نه خلاصیږي چې ماښام شو ميرمنو يې ورته وويل چې تراټې (د غنمو ايښدو ځاى) ډکې شوې کندوان هم ډک شول نور ځاى نشته چې غنم چيرته کيږدو، دوى چې ګوري چي غنم هيڅ کم شوي نه دي هغومره دي چې دوى سره ويشلي ول يو بل ته حيران حيران ګوري چې ده څه دي د کلي د جومات ملا امام ته ورا غلل خپله ټوله کيسه ورته وکړه هغه ورته وویل چې تاسو د نور غنم ما وړى سبا سهار به ده خبره معلومه کړو سبا دَ جومات ملا امام ټول کلي کې اعلان وکړ چې تاسو په کلي کې يو نادره پښه شوې چې يو خروار غنم دوو وروڼو سره ويشلي د غنمو طراټې کندوان هم ډک شوي مګر غنم تر اوسه نه دي خلاص بايد په دې خبره حکومت خبر کړو د کلي ملاامام مشران په ګډه وراغلل ټوله کيسه يې ورته بيان کړه حکومت دَ ځانګړې ټيم سره راغى او ټول غنم يې سره محاسبه کړل له دې يې معلومه کړه چې يو دانه غنمو دانه پاو کم يو چارک شوې ده.
ورته ومې ويل چې يوه بله پوښتنه هم لرم هغه دا چې کله زه راغلم غزني ته دوکاندار ستا ورور راته وښوده چې هغه ته ورشه د هغه ږيره تکه توره او ښه ځوان سړى وو خو هغه راته وویل چې زما کشر ورور ته ورشه، کله دې چې دهغه ورورته راغلم هغه ږيره ګډا وډه وه نيمه سپنه او نيمه توره هغه بيا ستا پته راکړه هغه راته وویل چې هغه يعنې ته زما کشر ورور دى د دې علت څه دې؟
ده راته وخندل او راته ويې ويل چې هغوى زما مشران وروڼه دي، هغه لومړي ورور مې چې ته کيسه وکړه چې درى هندواڼې راوړې اصلاً دهغه په کور کې همدا يوه هندواڼه وه مګر ميرمن يې دهغه خبره په ډاګ نه اچوي، را به شو دويم ورور ته تا وويل چې درى خيټاکې راوړل او ميرمن يې سره له ځان سره خبرې وکړې هغوى کره درى خيټاکي ول چې کله يې دريم راوړو بل خو نه وو ميرمن يې همده ورته ويلي چې بل کوم دى او دلته دې خپله ټول حال وليدو، لنډا دا چې مشر ورور مې له ميرمنې سره ژوند ښه دې هغه هم ځوان پاتې شوى دى، دويم ورور مې له ميرمنې سره ژوند ګډوډ دي ږيره يې هم ګډاوډه وه او زما له ميرمنې سره ژوند خراب دى ځکه سپين ږيرى يم الله ج دَ ميرمنې سره چا ژوند نه خرابه وي.
داستان های مشابه