1400
1400
زمان:

10

دقیقه

داستان کوتاه

د سیوري څار

هلک احساس کړه، چې یو دنګ او قوي ځوان له څه وخت راهیسې ده ته ګوري. دې کار ډوډۍ خوړل ورته سخت کړل، د سترګو تر کونجونو یې وروکتل، وې‌لیدل، چې څنګه هغه ځوان، دی خپلو نورو ملګرو ته چې په یوه مېز سره ناست وو، وروښود. اوس نو د یوه پر ځای څو مخه ورواوښتل.

د لیلیې په دې لویه طعام خانه کې د محصلینو غږونو، د لوښو ټنګا، له داسې ګرمۍ سره، چې ورو- ورو زیاتېده، دی زنګاوه، کله کله به یې داسې احساس کړه، لکه د خوړ په تودو اوبو کې چې ښکته پورته تاوېږي.

ږیرورو ځوانانو اوس هم کله- کله ورته راکتل، او داسې ښکارېده لکه د ده په اړه چې غږېږي. د پاتې کېدو شیمه  یې په ځان کې نه لیده، په داسې حال کې ودرېد، چې لا هم هغوی  تر سختو کتو لاندې نیولی وو، نور یې پام ورته ونه‌کړ او داسې راووت لکه باد چې له ځانه سره اخیستی وي.

چیشی وايې؟

دی خپل اطاق ته راوګرځېد، په ټوله لاره کې یې یوازې په دې فکر کاوه: ولې د امر بالمعروف کسانو راته کتل؟ په هغو ځوانانو کې یې ځینې پېژندل، یو له ده سره په یوه ټولګي کې و، د ده په اړه ویل کېدل وه، چې د لیلیې د امر بالمعروف په کمېټه کې کار کوي. خو دوی یې ولې څاري؟ شاید د هغو خبرو له امله وي چې تېره ورځ یې له همدې ځوان سره کړې وې؛ پداسې حال کې چې د کوټې د دروازې لاستی يې تاواوه، له ځانه سره وویل: ریښتیا مې ویلي وو. که سبا یې مور مریضه شي، چا ته یې ورولي؟  ده خپله المارۍ پرانیسته، د ګډوـ وډو شیانو له منځه یې یو کتاب راواخیست، المارۍ یې پورې کړه، د باندې راووت، د پسرلي توده هوا یې په مخ ولګېده، د کېناستو په ځای پسې وګرځېد، څو پلونه یې نه‌وو اخیستي، چې د طعام خانې کسان ورسره مخ شول، د پوهنځي ملګري سلام ورته وکړ او نورو ملګرو ته یې دی وروپېژاند: حمید نومېږي، پښتو ادبیات وايي. له دې خبرو وروسته ده له ټولو سره ستړي مشې وکړه، ملګري یې په لاس کې کتاب ته وکتل او ویې ویل: چیشی وایې؟ هلک خوله خبرو ته جوړوله، ملګري کتاب ترې واخیست د کتاب د نوم په  لیدو یې تندی ګونځې شو، پداسې حال کې، چې هغه یې په څنګ کې ولاړ دنګ ځوان ته ورکاوه، تر شونډو لاندې یې ورته ویل:  انګرېزي کتابونه.

وروسته هر یوه کتاب تر نظره تېر کړ، ګواکې کوم نایابه شی یې پیدا کړی و. هلک یې په منځ کې ولاړ وو، داسې یې احساسوله، لکه ورو ورو چې یې د بدن دننه شیان ورستېږي.

یو کم‌عمره قاري ډوله هلک ورته وویل: که دې د دې پر ځای سیرت ویلی وای، څومره ثواب به دې شوی و؟ هلک غوښتل ووايي، چې سیرت هم لولي. خو سړیو کتاب ورته ونیو، خدای‌پاماني یې ورسره وکړه او ترې روان شول.

د څېرې جرم

تالار کې غونډه وه، د حکومت یوه ستر غړي له څو شېبو راهیسې وینا کوله، هغه ویل: ... دوی د نجونو زده‌کړې یادوي،  په موږ باندې له دې امله نیوکې کوي، چې موږ یې زده‌کړو ته نه‌پرېږدو، په‌داسې حال کې، چې موږ دوی ته د طرحې په جوړولو لګیا یو... ډبل غږ یې له خولې څخه له راوتلو سره سم الوت او د ټپي مرغه په څېر له یوه او بل دېوال سره لګېده. د هلک سر له خوبه ډکېده، ځان یې په سختۍ قابو کړی و، د غونډې د پای درک نه‌لګېده، یو سړی کېناسته او بل پورته کېده، هوا ورو ورو تودېده، د هلک پر ټنډه د خولو څاڅکي راپیدا شول، د لوږې احساس ورلوېدلی و، سر یې ورو ورو درندېده.

د ډډ غږ لرونکي سړي خبرې کولې: ... الحمدالله، نن موږ په داسې هیواد کې اوسو چې مکمل اسلامي نظام لري، دا زموږ ایماني وظیفه ده، چې د دې نظام د ټیګښت لپاره کار وکړو، او څوک چې یاغي فکرونه لري، په کلکه یې وځپو... هلک ته استفراق ورغی او وجود یې په تېزۍ سره کمزورۍ ونیو، خپل بکس یې راواخیست او په تېزۍ د دروازې په لوري روان شو. څو کسانو نېغ نېغ ورته کتل.

محکومې زده‌کړې

سهر یې هلک د پوهنځي د مدیر دفتر ته وروغوښت، مدیر هلک ته یو کاغذ ورکړ او ورته ویې ویل: له پوهنتونه د اخراج سند؛ له دې وروسته په پوهنتون کې د زده‌کړو قانوني حق نه‌لرې.

هلک په څوکۍ ورونړېد، څه شېبه یې سر په لاسونو تکیه کړی و، وروسته یې په خپ غږ وویل: د نجونو د سبق په اړه مې ورته وویل، چې ګناه نه‌لري، دا مې ریښتیا نه ویل؟

مدیر له کړکۍ د باندې وکتل، د پسرلي لومړۍ ورځې وې، د زردالو ونو تازه ګلان سپړلي وو، هغه سوړ اسوېلی وکیښ او داسې لکه له ځان سره چې غږېږي، وې ویل: له حکومت پرته نور هېڅوک ریښتیا نه وايي.

نجیب الله مرموز
موقعیت: کابل، افغانستان
وظیفه: دانشجو، نویسنده
تعداد آثار در آوای زریاب: 1

داستان های مشابه