سپېره
سپېره
زمان:

10

دقیقه

داستان کوتاه

 

 

شیرین ګلې په بړوسو شونډو وویل

نوم به یی بس بي بي کېږدو، ګوندي خدای...

خبره یې په نیمه کې پرېښوده، له ځان سره وغنګیده، بله دې مه سه پیدا.

اینږور یې په خواشینۍ سره تر خپل څنګه وړې نجلۍ ته کتل.

د شیرین ګلې له کاوړه ډک غږ پورته غورځاره کړه.

په تا سپېرې څه شوي، مور خو دې اته زامن زیږولي وو، تا ته ولې د خدای غضب شوی،  دا دې اوومه لور ده!

د ښځي په خړ مخ مړې اوښکې راماتې شوې، ویې ویل، ددۍ ما څه کړي، د خدای امر ده.

د شیرین ګلې غوښن مخ له غوسې سور واوښت،( لکه یو لوی کشف چې یې کړی وي)، په زوټه یې وویل، سپین سترګې مخ دې پټ که. ته وا داسې توره دې کړې، هلک دې زیږولی چې مخ دې راته لوڅ ده؟

د ښځې خپل لوڅ مخ ته پام شول. په وارخطایي یې په مخ ټکری ور کښ کړ.

د شیرین ګلې زړه ته خدای خبر څه خبره ور تیره شوه، یو دم په ژړا شوه.

په ساندو کې یې وویل

میرولي مې یو سر ده. ته مې د دې لپاره ورته وکړې چې وروڼه دې ډیر وو، لوی ټبر مو وو. ما ویل میرو ته به خدای له تا ډیر زامن ورکړي. له بې کسۍ به خلاص شي، تربرو ته به یې سر جګ وي، خپل زامن به یې هډ وزر وي،  ملک او پټی به پرې خوندي وي

خو تا سپېرې کور له سرو لوڼو را ډک کړ. له ځان سره دې موږ هم بې بخته کړو.

د شیرین ګلې د ژړا په اوریدو سره یو ډله وارخطا وړې نجوني خوني ته راننوتې.

ټولې وچې کلکې، خیرنې او په بد حال وې. یوې پکې د هلکانو جامې اغوستې وې، ویښته یی هم د هلکانو په څير واړه وو.

دوی ته په کتو د شیرین ګلې ژړا زور ونیوی، تر ټولو مشرې نجلۍ ته یې اشاره وکړه، په دې کم بختې مې د بخت بي بي نوم کیښود، ما ویل که یې د پلار بخت رابیداره او د زوی څښتن شي. د دابلې په وار مې ملایانو ته چرګان ور وړل، تاویزونه او دمونه  مې وکړل، ، نذرونه مې ومنل ما ویل که خدای مهربانه شي او یو ګلالی لمسی راکړي، خو دا سپېره یې راکړه.

 په دې سره د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې .

شیرین ګلې په ساندو کې بلې وړې نجلۍ ته وکتل،  ویې ویل

په دې شیرین خورې مې د ملک ببري د لور نوم ایښی وو، هغه د یوولسو ورڼو یوه خور وه، ما ویل ګوندې دا نوم پسې بختور شي، په اوله میاشت مې یو غوږ ور سوری کړ، د اوو کورو له راوړو ټوټو مې جامې ورته جوړې کړې. تمه مي وه چې د دې هر   څه په برکت به یې ورور پیدا شي خو د مور په تندې  کې یې   زوی نه دی لیکلی.

شیرین ګلې له څو سلګیو وروسته وویل، هاغه ژیړ سترګې چې پیدا شوه، د نیازۍ توړۍ په خوله مې وکړل، د هلکانو جامې مې ورواغوستلې، ما ویل

ورور به یې پیدا شي...

په دې سره یې غږ په ژړا کې ورک شو...

خو شیبه وروسته یې

په زحمت  خپله خبره پوره کړه  ، ته وا ویل یې فرض عین ورته ښکاریدل

"خو مور سپېرې ته یې  خدای زوی ورنکړ "

د هلکانو په جامو کې پټې نجلۍ په حیرانۍ خپلې انا ته کتل، دا تر اوسه په دې کې ورکه وه چې په هلکانو کې راځي او که په نجونو کې. د نه کړي جرم سزا یې تیروله.

شیرین ګلې یو دم په خپلې اینږور سترګې ور برګې کړې، نور بس ده، که په پور وي که په دار میرولي ته مې بله ښځه کوم.  ډیر مې درته وکتل، خو ته سپیره خدای پیژندلې یې، په ژوند به دي زوی و نه شي. تر تا خو شنډه ښځه ام ښه ده، لوڼي خو نه زیږوي.

شیرین ګله له خونې ووته، له تګ سره سم یې تر ډیره په غاړه د ځوړندو کنجیانو ګړنجا اوریدل کېده.

ځوانې ښځې مخ لوڅ کړ، وړې پرتې نجلۍ ته یې وکتل غبرګې اوښکې یې راتوی شوې.

د هلکانو په جامو کې پټه نجلۍ ورو د مور څنګه ته ورغله، غلي یې وویل، مورې ددۍ خو هم نجلۍ ده، هغه سپیره نه ده؟

د مور ستونی  یی له ژړا ډک شو ویې ویل، ددۍ یو زوی لرې.

ستاره وېسا
موقعیت: غزنی، افغانستان
وظیفه: دانشجو، نویسنده
تعداد آثار در آوای زریاب: 1

داستان های مشابه