مخکې له دې چې زه تا وپېژنم،
ته زما د خیالونو په کوڅو کې اوسېدې.
ته هغه شعر وې، چې زما د زړه ژبې سره بلد و،
خو هر ځل چې ما غوښتل تا ولیکم،
ته لکه زما سیوری،
لکه د افغانستان یو وګړی،
له ما تښتېدې.
کلونه مې د داسې لیکنو، نیمو غزلونو، ناتمامه میلوډي ګانو سره ژوند کړی چې
هیڅکله نشر شوي نه دي.
ما آرزو درلوده چې یوه ورځ،
دغه ناتمام بیتونه،
دغه خام کمپوزونه
ما تا ته ورسوي،
او تا یو حقیقت ته.
خو ناڅاپه ته زما له خیاله راووتې
او واقعیت ته راغلې،
ته د غرونو تر شا ژېړ لمر وې،
ته د ګلاب پر پاڼو د سهار باران وې،
ته د لکه د فلم خوشحاله صحنه وې،
ته راغلې او ما ته دې دا راز برملا کړ،
چې شعر یوازې کلمې نه دي،
شعر د ژوند هغه سرود دی،
چې یوازې ستا د ښایست په حضور کې،
ستا د ښکلا په ليدلو کې،
ستا د ښکلاو په لمس کې،
مانا پیدا کوي.
ته شعر یی، له فیزیکه شروع تر متافیزیکه پورې هر څه تاته اشاره کوي.
فلاسفه وايي چې مینه یو پاراډوکس دی،
مینه یوه ناپېژندلې میلوډي ده،
مینه د هارمونیې بیهروي راګ او د طبلې روپک تال دی،
مینه یو کماوریدل شوی سندرغاړی دی چې ژاړي.
شاهرخ خان هم په خپل هر رمانټیک ډیالوګ کې تاته اشاره کوي، وایي:
“عشق دا دی، چې دوه یوازیتوبونه،
یوبل ته پناه ورکړي”
ګوره کنه، زه خو پوهیدم
چې ته زما د یوازیتوب سره ملګرې وې،
ته هغه ځای وې چې زما سترګو،
تاته د کور په سترګه کتلې.
زه احساسوم چې ټولو شاعرانو،
د تاریخ له پیله،
ستا د ښایست او د مینې په اړه شعرونه لیکلي.
د حافظ د بیتونو سوز،
د حمزه د غزلونو نرمښت،
د بهتوون د سیمینور سمفوني ګانې، او
د ونګوګ د درد نه ډکې نقاشيګانې
دا هر څه تاته اشاره کوي.
حافط وايي:
“هغه چې ستا په عشق کې اسیر شوی وي،
د اته جنتونو څښتن دی
او د دواړو دنیاوو نه آزاد دی”
زه هم هڅه کوم چې تا ولیکم،
ستا په عشق کې غواړم چې اسیر شم،
خو په تا مې دا هم پیرزو کیږي چې تا د کلمو په پنجره کې وساتم،
تا ته د موسیقۍ، د شعرونو، د رُمانونو کور جوړ کړم.
خو ته د کلمو نه لوړه یې،
ته د شعر د حدونو نه بهر یې،
زه غلط وم چې داسې مې فکر کاوه چې ته زما په خیال کې اوسیږې!
ته خو د خیال نه رښتینې یې،
او د حقیقت نه ډک خیال.
خو ښایست همدا دی،
دا چې ته نه لیکل کېدونکې یې،
ته نه تعریف کېدونکې یې،
ته د شعر هغه روح یې،
چې یوازې احساسېدای شي،
نهلیکل کیدای شي او نهتکرارېدای شي.
زما اعتماد په نفس ته ګوره،
زه بیا هم تا لیکم،
لکه همدې بې سر او پښو لیکنې غوندې،
چې نه نثر دی او نه هم نظم،
او په هیڅ فُرم کې هم نه ځاییږي.
جرأت ته ګوره،
زه بیا هم تا لټوم،
په دې هم پوهېږم
چې ته به هېڅکله د یوه شعر په تورو کې زنداني نه شې،
خو زه به تل هڅه کوم.