5
دقیقه
پخوانیو انسانو به خپلې اړتیاوې په تبادلې پوره کول.
که غنم به یې په کار شول په وریژو به یې تبادله کول، که د غوا غوښه به په کار شوه د ماهي په غوښې یې تبادله کوله خو ستونزه دا وه چې ولې د ماهي غوښه د غوا له غوښې سره تبادله شي؟
دا ستونزه کلونه کلونه روانه وه او بلاخره په ٦٠٠ قبل المیلاد کې د لیډا شاهي دولت چې د اوسنۍ ترکیې په ځمکه رامنځته شوی وو فلزي سیکې جوړې کړې. له دوی وروسته رومیانو او یونانیانو فلزې سیکې عامې کړې.
دا سلسله روانه وه او بلاخره ١٠ مه میلادي پېړۍ راورسېده او لومړنۍ کاغذي پیسې د چین په سونګ سلطنت کې جوړې شوې. اروپا ته بیا په ١٧ میلادي پېړۍ کې دا دود ور خپور شو او کاغذي پیسې یې جوړې کړې.
وروسته بانکونه جوړ شول.
د ځمکې پرمخ تر ټولو پخوانی بانک (میسو پوتامیا) دی چې له میلاد ٢٠٠٠ کاله مخکې جوړ شوی وو د خلکو غلې دانې یې ساتلې او قرض یې هم ورکاوه.
اوسني بانکونه د لومړي ځل له پاره په اروپا کې رامنځته شول او لومړنی بانک د ایټاليې په فلورانس ښار کې د (مېديچي) بانک وو.
د ځمکې پر مخ تر ټولو پخوانی بانک چې اوس هم ترې استفاده کېږي د (مونته دای پاسکي دي سینا) بانک دی چې په ایټالیا کې شتون لري.
د کمپیوټرونو او انټرنټ په راتګ سره په پیسو او بانکدارۍ کې انقلاب راغی فیزیکي پیسې ورو ورو په ډیجیټلي پیسو بدلې شوې او کرېډېټ کارتونه، انلاین بانکونه او نړۍ والې انتقالي لارې لکه PayPal او... منځته راغلې.
په ٢٠٠٩ کال کې د پیسو په ډول کې انقلاب وشو او د لومړي ځل له پاره بیټکواین رامنځته شو، رامنځته کوونکی یې ساتوشي ناکاموتي وو خو تر نن معلومه نه ده چې دی څوک وو؟ نر دی یا ښځه، فرد دی یا ډله او مړ دی که ژوندی.
اوس د پیسو په برخه کې دومره پرمختګ شوی چې کولای شو په میلیونونو ډالر په خپلو مبایلونو کې وساتو او د اړتیا پر وخت یې په یوې تڼۍ کېکاږلو تر لېرې واټنونو ورسوو.